د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد دریځ ډېر څرګند دی او موږ د کابل له حکومت سره د امنیت، سرحدونو د مدیریت، سوداګرۍ او اقتصاد، روغتیا، پوهنې او ترانزیت په برخو کې خپلې همکارۍ جاري ساتلې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په یوه خبري کنفرانس کې وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په هدف په هره ممکنه کچه فعاله او رغنده همکاري ته دوام ورکوي. زرداري ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ خورا څرګند دی او موږ د کابل له حکومت سره د امنیت، د پولو د مدیریت، سوداګرۍ او اقتصاد، روغتیا، پوهنې او ترانزیت په برخو کې خپلې همکارۍ جاري ساتلي دي.