د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر دغه اصل ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره رغنده تعامل ولري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دې خبره ټینګار وکړ د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي باید د بشري حقونو د درناوي، د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنې تضمین کړي او نړيواله ټولنه هم بايد په دغه هېواد کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره له افغان حکومت سره په رغنده تعامل کې همکاري وکړي