د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې که له کابل او د نړۍ له نورو برخو څخه د ترورېزم ګواښونه جدي ونه نیول شي، د ټولو لپاره به ناوړه پایلې ولري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د دغه هیواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې هغو ترهګرو ګواښونو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې له کابل او نړۍ څخه سرچینه اخلي که دا ګواښونه جدي ونه نیول شي، پایلې به یې د ټولو لپاره ویجاړونکي وي.