د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد اعلان وکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال محمد خرم اغا سره لیدلي دي او د دې ناستې موخه د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم اغا سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په یوه لیدنه کې اعلان وکړ چی د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته سوداګريزو او ترانزيتي ستونزو د حل لپاره بايد ګډ او صادقانه تدبيرونه ونيول شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې د دې ناستې په پیل کې ښاغلي متقي “د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستونزو او د هغو د حل په لارو چارو تفصیلي خبرې وکړې.”