افغانستان 01 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ورستیو څرګندونو په تړاو د اسلامي امارت اعلامیه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوي چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده، چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

مګر هغه څرګندونې له حقیقته لرې دي، چې د ده په وینا ښايي د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې، چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

د یادولو ده چې د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادو ښه دی.

‏غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې اسلامي امارت هم د اشغال پرمهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي، چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.

د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی.

د افغانستان اسلامي امارت  ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

همداراز پاکستان ته مشوره ورکوو چي په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *