افغانستان 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: پر کابل د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د دوحې د تړون او نړیوالو اصولو خلاف کار وو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې ویلي چې دا برید له نړیوالو اصولو او د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه ده.

د معمار وحدت د خبري اژانس له مخې، ښاغلي مجاهد نن سه شنبه (د اسد ۱۱) په خپله ټویټر پاڼه کې یو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي: «دوه ورځې وړاندې د کابل په شیرپور سیمه کې د استوګنې پر یوه کور هوايي برید وشو. او په لومړي سر کې د دې برید نوعیت نه و ټاکل شوی.»

هغه لیکلي: “د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ادارو په خپلو لومړنیو څېړنو کې موندلې چې دا برید د یوې امریکايي الوتکې په وسیله شوی دی.”

هغه ټینګار وکړ چې دا برید د طالبانو له خوا چې په هر ډول هدف او پلمه ترسره شوی وي غندلي دي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت دا برید په کلکه غندي چي په هره پلمه چې ترسره شوی وي، او د نړیوالو اصولو او د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي.

اعلامیه زیاتوي: “دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار دی او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف دي. د دا ډول کړنو تکرار به شته فرصتونه زیانمن کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې امریکايي ځواکونو په کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

ښاغلي بایډن وویل: “ما په شخصي توګه د دې برید اجازه ورکړې وه او د الظواهري په وژلو سره د هغه لپاره عدالت اجرا شوی دي او دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی.”

هغه څرګنده کړه: د القاعدې مشر په تیرو څو لسیزو کښې په تانزانیا کښې د امریکې په سفارت باندې د حملې په شمول په امریکایانو باندې په حملو کښې کلیدی رول لوبولی دی.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *