افغانستان 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو او ازبکستان د (کابل-تاشکند) پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت مشر امیرخان متقي او د ازبکستان د چارو د ادارې مشر سردار عمرزاکوف په تاشکند کې سره لیدلي دي
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په يوه بیانیه کې چې نن سې شنبه د اسد په ۸مه خپره شوه، راغلي چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو (کابل-تاشکند) ټینګار وکړ او له همدې اونۍ څخه یې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پټلۍ د پیل اعلان وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (د اسد په ۸ مه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان د ازبکستان د جمهور رئیس د دفتر له رئیس سردار عمر زاکوف سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي دوستانه اړیکې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ زیاتوالی او په سیاسي ډګر کې متقابل ملاتړ د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه نښه وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، ترانزیت، د کرنې په برخه کې د همکاریو او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د کارپوهانو له خوا د اورګاډي د نقشې د سروې پیلولو ته چمتووالی ښودلی دی.
ازبکستاني لوري ویلي چې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي د نقشې د سروې کار به روانه اونۍ پیل شي.
ښاغلي عمر زاکوف په دې غونډه کې وویل، چې دوی د افغانستان د کرنې په وده کې مرسته کړي دي او د کرنیزو ناروغیو د درملنې لپاره به روغتونونه جوړ کړي.
هغه د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې دوستانه او ژورې وبللې.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ ازبکستان ته د افغانستان په اړه په دوو نړیوالو غونډو کې د ګډون په موخه تللی و.
په دې کتنه کې چې تاشکند ته د طالبانو د پلاوي د سفر په شپږمه ورځ ترسره شوه، د ترانزیت او کرنې پر مسایلو هم خبرې وشوې.
د طالبانو پلاوی شپږ ورځې مخکې د تاشکند په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی او تر اوسه کابل ته نه دی راستون شوی.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *