خبرونه 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د مالیې وزارت له یوې چینايي کمپنۍ سره د تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د غوشقرې د نفتو د استخراج قرارداد یوه چینایي شرکت ته سپارل شوی دی.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه قرارداد پر بنسټ به د چینايي کمپنۍ اکسوس د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت په همکارۍ د قشقرې تېل استخراج کړي.

دغه وزارت زیاته کړه چې د دغه قرارداد ۲۰ سلنه د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت او پاتې نور به چینايي شرکت ته ورکړل شي.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د مالیې وزیر د دغه تړون د لاسلیکولو امر صادر کړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملابرادر په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي سره سرپل ولایت ته په خپل سفر کې د قشقرې د تېلو څاګانې پرانیستې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر دلاور د قشقرې د کان د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې تېلو د څاګانې عايد به د افغانستان په بیارغونه ولګول شي او یوه لویه برخه به یې سرپل ولایت ته ځانګړې شي.

د سرپل او فارياب ولايتونه د قشقرې، بازار کمي او زمردسازي په نومونو د تېلو درې څاګانې لري چي د رسمي احصایو له مخې، د دې ساحې د تثبیت شوي زیرمو اندازه 87 ملیون بېرله اټکل شوې.

د تېلو دغه کان ۱۰ څاګانې لري، چې په اوسط ډول هره ورځ ۱۴ میلیونه افغانۍ عاید به ولري.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *