افغانستان 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

د بشري حقونو د څار اداره: افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران شاهد دی

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران شاهد دی.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په دغه راپور کې چې پرون خپور شو، ویل شوي چې طالبانو له ښځو څخه د زده کړې، کار، سپورټ، احتجاج، روغتیا ساتنې، له تاوتریخوالي څخه د پاک ژوند، سیاسي ګډون او موسیقۍ حق ترې اخیستی دی.
د دې موسسې د ښځو د څانګې مشرې حیدر بار له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال د نړیوالې ټولنې له غړو وغوښتل چې د خواشینۍ د څرګندولو پر ځای دې د طالب مشرانو د سفر د بندیز په څېر عملي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده له والیانو سره په لیدنه کې امر کړی چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ته درناوی وشي.
د بشری حقونو مراعات کول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق، د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړۍ له اساسی شرطونو څخه دی.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *