خبرونه 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د القاعدې مشر په کابل کې ووژل شو. بلینکن پر طالبانو تور ولګاوه چې د دوحې له تړون څخه یې په “ناخالص” سرغړونې لاس پورې کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې طالبانو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو له لارې د دوحې له تړون څخه سخته سرغړونه کړې ده.

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، بلینکن نن د سې شنبې روځ د اسد ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې وویلي دي: “طالبان د افغانستان خلکو ته او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره خپل هیله ته خیانت کړی دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې نړۍ به له ایمن الظواهري پرته خوندي وي او امریکا به د هغو کسانو پر وړاندې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، چې د دغه هېواد او د هغه د متحدینو امنیت ګواښي.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *