خبرونه 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

بایډن: موږ په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي ځواکونو په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

د معمار وحدت د خبر له مخې، ښاغلي بایډن نن سهار د سی شنبې په ورځ (د اسد ۱۱) په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل د افغانستان پلازمېنه په زړه کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي بایډن وویل: “ما په شخصي توګه د دې برید اجازه ورکړې وه او د الظواهري په وژلو سره د هغه لپاره عدالت اجرا شوي دي او دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی.

هغه څرګنده کړه: د القاعدې مشر په تیرو څو لسیزو کښې په تانزانیا کښې د امریکې په سفارت باندې د حملې په شمول په امریکایانو باندې په حملو کښې اساسي رول لوبولی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته الظواهري د القاعدې مشري پر غاړه درلوده.

د جوبایډن په وینا، الظواهري له کلونو راهیسې متحده ایالاتو ته مطلوب و او په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د لیدو لپاره په کابل کې ځای پر ځای شوي و.

هغه وويل: “الظواهري د القاعدې يو له مهمو څېرو څخه و. هغه د بن لادن په ژوند کې د هغه د مرستيال په توګه کار کاوه. پر الظواهري بريد په احتياط سره پلان شوى و. ماموريت بريالى و.”

جمهور رئیس وویل: امریکا به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

هغه زیاته کړه: موږ د امریکایانو د ګټو ساتنې ته دوام ورکوو او که څوک امریکا ته په هرځای کې ګواښ وکړي، امریکا به یې ومومي او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارواکو د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کابل د شهر پور په سیمه کې پر یوه تش کور توغندیز برید شوی او ویلي یې دي چې په دغه کور کې چاته زیان نه دی اوښتی.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *