د ملګرو ملتونو سازمان (UNOCHA) اعلان کړی، چې د افغانستان له کړکېچنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د تعدیل شوي پلان له مخې اټکل کیږي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې د روان کال د پیل په پرتله زیاتوالی ښيي.