په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې چی په سیاسي لحاظ، طالبان "ګوښه او استبدادي" پاتې شوي او "د طالبانو د حکومت جوړښت په بشپړه توګه پښتون او نارینه دی."
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د جوزا په ۳۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو چارواکو طالبانو ته ویلي، تر څو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی ټول فرمانونه نه وي ایستل شوي، د دې ډلې په رسمیت پېژندل ناشوني دي.