تاریخ انتشار: 1 سرطان 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 5113

د یوناما مشر: د افغانستان حاکمیت له سیاسي پلوه ګوښه دی او د دولت د جوړښت له مخې په بشپړه توګه پښتون او نارینه دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې چی په سیاسي لحاظ، طالبان "ګوښه او استبدادي" پاتې شوي او "د طالبانو د حکومت جوړښت په بشپړه توګه پښتون او نارینه دی."