افغانستان 17 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له رئیس سره وکتل

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د دفتر له مشر سره وکتل.

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي نن سه شنبه د اسد ۱۶مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر سټیفن روډریک او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د لمريزې برېښنا د سيسټم پر جوړولو، د ملاريا، نري رنځ او ايچ آی وي (ايډز) ناروغيو د مخنيوي او روغتيايي خدمتونو په اړه خبرې وکړې. سرچينه زياتوي، چې د UNDP دفتر مشر له افغانستان سره په يادو برخو کې د يادې ادارې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *