افغانستان 19 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان اقتصادي بیارغونه به په سمرقند کې د شانګهای د غونډې یوه موضوع وي

د منځنۍ اسيا د نړيوال انستيتوت يوه جګپوړي علمي چارواکي وويل: د افغانستان اقتصادي بيارغونه به په سمرقند کې د شانګهاى د همکاريو د سازمان د غونډې يوه له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت د علمي چارو لوړپوړي کارکوونکې “شهرت قابل‌اف” وویل: د افغانستان اقتصادي بیارغونه به د شانګهای د همکارۍ سازمان د سمرقند د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي، ځکه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له ناڅاپي وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په ثبات کې د شانګهای د همکارۍ سازمان رول او اهمیت په دغه هېواد کې د پام وړ زیات شوی دی.

هغه څرګنده کړه: په همدې تړاو د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په نوښت د “شانګهای-افغانستان د همکارۍ سازمان” په چوکاټ کې د سازمان د څارونکو هېوادونو لکه اذربایجان، ارمنستان، ترکیې، کمبوډیا، نیپال، مصر، قطر او سعودي عربستان په ګډون سره منظمې لوړې کچې غونډې او همدارنګه نړیوال سازمانونه ځانګړی اهمیت لري.

دغه ازبک کارپوه په دوام وویل: د «افغانستان: امنیت او اقتصادی پراختیا» په اړه نړیواله غونډه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د تاشکند په ښار کې د څه دپاسه شلو بهرنیو هیوادونو او نړیوالو جوړښتونو د پلاویو په شتون سره جوړه شوه، د دغې بڼې اغیزمنتیا ثابتوي.

قابل‌اف یادونه وکړه چې دې غونډې د ازبکستان د بهرني سیاست روڼتیا او د مرکزي او جنوبي اسیا د تاریخي اتصال د بیا رغولو د مسئلې د حل اهمیت څرګند کړ.

یوه له لویو پروژو څخه، د پاکستان د ګوادر بندر ته د لاسرسي سره د “مزار شریف-کابل-پیښور” اورګاډي پټلۍ جوړول به د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې مرسته وکړي، د لویدیځ او ختیځ هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، او د سیمې جیو پولیټیکل منظره بدلوي. دغه طرحه د ازبکستان د ولسمشر له خوا وړاندیز شوې وه.

د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتیوت دغه لوړپوړي علمي چارواکي څرګنده کړه: د تاشکند غونډې خپل موثریت ثابت کړی او کولای شي په راتلونکي کې د افغانستان د مسایلو په اړه څیړنه او د خبرو اترو لپاره لکه امنیت، د افراطیت او ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي، د یو ټول شموله حکومت جوړول، د بشري حقونو او ازادۍ برابرول، ټولنیز-اقتصادي بیارغونه، د زیربناوو او کلتوري پروژو پلي کولو لپاره یوه بڼه ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *