په بهر کې د افغانستان یو شمېر سیاسي او قونسلګري ماموریتونو د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې د افغانستان د کړکېچ په حل کې پاتې راتلل به د ترهګرۍ او افراطیت د ګواښ د زیاتېدو لامل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن دوشنبه (د اسد ۳۰مه) د اګست له ۲۱مې سره برابره ده چې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغو سیاسي او قونسلګریو ادارو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ورځ د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت او اهمیت لري. د دغو ادارو په وینا، د افغانستان خلک د دې ګواښ د ماتولو لپاره د نړیوالو هڅو په سر کې دي.