تاریخ انتشار: 30 اسد 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 5818

د افغانستان سیاسي او قونسلګري ماموریتونه: که د افغانستان بحران حل نه شي، خطرناکې پایلې لري

په بهر کې د افغانستان یو شمېر سیاسي او قونسلګري ماموریتونو د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې د افغانستان د کړکېچ په حل کې پاتې راتلل به د ترهګرۍ او افراطیت د ګواښ د زیاتېدو لامل شي.