افغانستان 13 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د اسلامي امارت مشرتابه د ولایتونو د عالمانو شوری له استازیو سره ولیدل

د حکومت زعیم د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د عالمانو شوری له رییسانو، معاونینو او اداري مسوولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

رهبر طالبان

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال، د ستري محکمې مرستیال او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې یو شمیر غړیو هم حضور درلود

د اسلامي امارت مشرتابه د غونډې ګډونوالو ته څرګنده کړې: تاسې ته معلومه ده، چې شوری په اسلام کې مهم ځای لري؛په مشورو کولو سره د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق ښه ټینګیږي، خطاوي به ورسره لږ وي او د جماعت خطا کمه وي؛ ځکه جماعت پر ضلالت نه ټولیږي.

دغه راز مشرتابه د عالمانو د شوری فعالیتونه ستایلي او وایي: د شوری ګانو له لوري د ولس ډېر مشکلات حل شوي او نور هم باید د ولس د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلو مسوولیتونو ډیر متوجه شي؛ ځکه عالمان هغه قشر دی، چې د دوی مسوولیت تر یوم القیامه پوري پای ته نه رسیږي.

مشرتابه همدا راز له عالمانو وغوښتل، چې خپلو مسوولیتونو ته نوره هم زیاته پاملرنه وکړي او خپلې دندې ترسره کړي.

هغه ویلي: نن د الله تعالی په مرسته یو اسلامي نظام حاکم دی، که عالمان خپل مسوولیت په سمه توګه ادا نه کړي؛ د الله ج پر وړاندې د دوی د مسوولیت بار خورا دروند دی؛ ځکه د دین د دعوت او د علم د عملي کولو لپاره زمینه برابره شوې ده او پر وړاندې یې هیڅ خنډ نشته.

د اسلامي ویاند د څرګندونو له مخې؛ د عالمانو د شورا د کار او نورو مسایلو په اړه هم له عالمانو سره سلا مشورې وشوې او د هغوی وړاندیزونه واورېدل شول.

ویل کیږي، چې عالمانو هم د اسلامي امارت او ولس تر منځ د اړیکې را منځته کولو، د ولس د ستونزو حلولو، په ولایتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستلو او د بشپړ پرمختګ په اړه مهمې مشورې وړاندې کړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *