افغانستان 16 میزان 1403 - 2 اونۍ پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو جګپوړی غړی: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی غړی او سیاسي مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنیفه د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړې چی د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د دې ډلې حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. د ستانکزي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې ټولې هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال موجودې وې، د طالبانو د ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *