د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی غړی او سیاسي مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنیفه د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړې چی د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د دې ډلې حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. د ستانکزي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې ټولې هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال موجودې وې، د طالبانو د ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې دي.