اقتصادي 12 میزان 1403 - 17 ساعتونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې: طالبانو په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چی د کابل-مسکو شرکت د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه د میزان ۱۲ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د رسمي دفتر عمومي رئیس معراج محمد معراج په کابل کې د کابل – مسکو شرکت له مشر غلام یحیی چاووش او د هغې له روسي شریکانو سره وکتل. دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې حکومت به د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره همکاري وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *