خبرونه 07 میزان 1403 - 10 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

صهیونیسټ رژیم د سید حسن نصرالله د وژلو ادعا وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ صهیونیسټي پوځ په یوه رسمي بیانیه کښې ادعا وکړه چې د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د بیروت په ضاحیه کښې د تیرې ورځې په حملې کښې شهید شوی دی. د اسرائیلو د پوځ د ادعا له مخې، د سید حسن نصرالله ترڅنګ، د حزب الله د جنوبی برخې قوماندان علی کرکی او د حزب الله یو شمېر نور قوماندانان هم شهیدان شوی دی. دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د صهیونیسټانو د ادعا تایید یا رد کول ممکن دي. د اسرائيلو رژيم ادعا کړې ده چې په لبنان کې د اسلامي مقاومت لوړپوړو چارواکو د يادې شوې قوماندانۍ په مرکزي دفتر کښې په يوه غونډه کښې ګډون درلود چې دغه ترهګره حمله وشوه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *