افغانستان 21 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

تعلیمي همکاري د طالبانو د پوهنې وزارت او مالیزیا چارواکو تر منځ پر خبرو متمرکزه ده

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د مالیزیا د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره کتلي او ورسره یې خبرې کړې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د مالیزیا په کوالالامپور کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چی د دې سفارت سفیر نقیب الله احمدي او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي د مالیزیا د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو له مشرې نور عزه بنت عمر سره او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر داتا اعظم او د دغه هېواد نورو چارواکو لیدنه وکړه. په راپور کې راغلي چې دغه پلاوي د مالیزیا له معتبرو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه ترڅو د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د خپلو کارکوونکو د روزنې په موخه د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي. مالیزیا یو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له کابل سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *