افغانستان 04 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د جاپان سفیر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره وکتل

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره کتلي او ورسره یې خبرې کړې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره وکتل او د کوکنارو د کښت پر متبادلو او د معتادینو د درملنې پروژو یې خبرې وکړې. ښاغلي شاهین د ایکس ټولنیزې پاڼې (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په کابل کې یې له سفیر جان سره د دوه اړخیزو اړیکو، د کوکنارو د بدیل پروژې او د معتادینو د درملنې په اړه خبرې کړې دي. شاهین زیاتوي، چې دغه لیدنه په قطر کې وشوه او د جاپان له سفیر څخه یې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *