افغانستان 31 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

جرمني چارواکي: د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیر وايي، هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره سوینيا شولتسه وايي، هېواد یې غواړي په کلنۍ بودجه کې د پیسو له کمښت سره سره د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن پاتې شي. د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت وزیرې سوینیا شولتسه، د پروتوست خبري آژانس “ای پی دی” ته وویل: موږ په افغانستان کې د خلکو ملاتړ ته ژمن یو، ځکه چې [د هغوی] اړتیاوې ډیرې پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جرمني د نړیوالو همکارانو ټولنې ویلي چې له افغانستانه به ووځي. بايد يادونه وشي، چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو سره په هېواد کې اقتصادي کړکېچ لاپسې زيات شوى دى. د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس له نیمايي ډېر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *