افغانستان 10 سرطان 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو د طالبانو ټینګار

په هرات کې د طالبانو د سرپرست حکومت والي د هرات – تورغونډۍ د پټلۍ پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې: د ترکمنستان د اورګاډي ادارې له مشر آزاد عطا مرادوف او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي کرښې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هرات والي د هرات – تورغونډۍ د پټلۍ د جوړولو په بېلابېلو برخو کې د کار د بهير د چټکتيا لپاره د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همدا راز په دې کتنه کې د ترکمنستان پلاوي وړاندیز وکړ چې د دواړو خواوو تخنیکي ډلې او کارپوهان دې د هرات – تور ګاندي پټلۍ له لارې لیدنه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *