خبرونه 03 سرطان 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

جرمني چارواکي: یوازې ۵۳۰ افغان کډوال د استوګنې د پروګرام له لارې هېواد ته راغلي دي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان څخه د داخلې د پروګرام له پیل راهیسې، له دغه هیواد څخه یوازې ۵۳۰ پناه غوښتونکي جرمني ته راغلي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې، د جرمني د کورنیو چارو د فدرالي وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې یوازې ۵۳۰ تنه جرمني ته د خطر سره مخامخ افغانانو ته د فدرالي داخلې د پروګرام له لارې داخل شوي دي. دا پروګرام په رسمي توګه د 2022 په اکتوبر کې پیل شو، مګر په لومړي سر کې هیڅ پرمختګ نه و. دغه پروګرام چې څه باندې یو نیم کال مخکې پیل شوی و، ټاکل شوې وه چې هره میاشت ۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې راولي، خو د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یوازې ۱۳ کسان جرمني ته داخل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *