د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان څخه د داخلې د پروګرام له پیل راهیسې، له دغه هیواد څخه یوازې ۵۳۰ پناه غوښتونکي جرمني ته راغلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د جرمني د کورنیو چارو د فدرالي وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې یوازې ۵۳۰ تنه جرمني ته د خطر سره مخامخ افغانانو ته د فدرالي داخلې د پروګرام له لارې داخل شوي دي. دا پروګرام په رسمي توګه د 2022 په اکتوبر کې پیل شو، مګر په لومړي سر کې هیڅ پرمختګ نه و. دغه پروګرام چې څه باندې یو نیم کال مخکې پیل شوی و، ټاکل شوې وه چې هره میاشت ۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې راولي، خو د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یوازې ۱۳ کسان جرمني ته داخل شوي دي.