خبرونه 26 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کابل او اسلام اباد د ترینګلو اړیکو په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر خبرداری

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو هڅې یې ناکامې شوې دي.

د معمار پرس د راپور له مخې، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره ترینګلې اړیکې د هغه هېواد په ګټه نه دي. فضل الرحمن پرون په یوه خبري غونډه کې وویل: د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره مې پوره هڅه کړې او په پوره باور او د ټولو په مخکې وایم چې موږ په بریالیتوب سره (له افغانستان څخه) راستانه شوي یو. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کابل او اسلام اباد اړیکې له بې سابقې ترینګلتیا سره مخ دي او دواړه لوري یو پر بل د دښمنانه سیاستونو په خپلولو تورنوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *