خبرونه 23 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ارمنستان او اذربایجان د سولې د خبرو د دوام لپاره د سرحدونو په ټاکلو موافقه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو په آلماتی ښار کې د خپلو دوه ورځنیو خبرو په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د موافقې او د سرحدونو د ټاکلو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره د سلا مشورو پر دوام موافقه وکړه. د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ خبرې اترې د جمعې او شنبې په ورځو (د می ۱۰-۱۱) د قزاقستان په آلماتی ښار کې ترسره شوې. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ له بایراموف سره له کتنې وروسته وویل چې ایروان او باکو باید په سیمه کې د ترانسپورتي چینلونو د پرانستلو لپاره ډیر څه وکړي. د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې وویل چې د ګډې پولې په یوه برخه کې د سرحدي ستنو د نصبولو کار بشپړ شوی دی

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *