افغانستان 19 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالب مشر: زما وزیران ښه خلک دي او تل زما اطاعت کوي

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو مشر پرون په کندهار ولایت کې د «دیني تخصصونو او ټولنو د چارو د همغږۍ او تنظیم» د درې ورځني سیمینار په وروستۍ ورځ وویل: زه خپل وزیران خوښوم او دوی ښه خلک دي او تل زما اطاعت کوي. د هغوی اطاعت، قدر او احترام وکړئ، ځکه عزت او اطاعت یوازې د امیر لپاره نه دی، بلکې ټول قومندانان او وزیران پکې شامل دي. ملا هبت الله دا هم وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته ټول مخالفین معاف شوي او د «وروڼو» په څېر ګډ ژوند کوي. د طالبانو مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د کفر نړۍ غواړي چې سیاست له دین څخه جلا کړي. نوموړي له علماوو هم وغوښتل، چې د طالبانو د حکومت فرمانونه د ملت لپاره روښانه کړي او ملت د احکامو پلي کولو او اطاعت ته وهڅوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *