افغانستان 18 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال: افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د فلسطین په ملاتړ کې دی

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې د کابل له خوا د اعلان شوې «سیمه ییز اقتصاد» پالیسۍ اهمیت ته اشاره وکړه او وویل چی بې له شکه د افغانستان او د دې هېواد د نورو ګاونډیانو د پرمختګ لاره به د سیمه ییزو اقتصادي تمایلاتو او مشارکت له لارې تېرېږي او کابل باید د دې مسئلې په درک کولو سره د سیمه ایزو تبادلو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي او د افغانستان د پرمختګ لاره هواره کړي. هغه د دغې غونډې په دوام کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: نن د دغه جنایتکار رژیم بد شکل څرګند شوی او آزاد ملتونه او حکومتونه د هغه په ​​وړاندې دریدلې دي. په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل: د افغانستان سرپرست حکومت د صهيونېسټ رژيم د وروستيو جنايتونو په وړاندې په نړيوال پاڅون کښې يو له مخکښو حکومتونو څخه ؤ او دغه مسئله د اسلامي هېوادونو لپاره يوه نوې هيله ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *