افغانستان 17 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

زلمی خلیلزاد: د افغانستان کار لا پای ته نه دی رسېدلی

د معمار پرس د راپور له مخې، په یوه ویډیو کې چې په دې وروستیو کې په سایبر سپیس کې خپره شوې، زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د نظام په سقوط کې د هغه د رول په اړه د ښځو د حقونو د یوې فعالې د انتقاد په ځواب کې ادعا کوي چې؛ هغه د یوه “آزاد او سوکاله” افغانستان د جوړولو هڅه کړې ده. تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د نظام د ړنګېدو له امله پر زلمي خلیلزاد څو ځلې سیاسي او رسنیز کړکېچونه غندل شوي دي. باید وویل شي، چې د دوحې په خبرو کې، چې څو میاشتې یې دوام وکړ، بالاخره د زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ «افغانستان ته د سولې راوستل» تر سرلیک لاندې هوکړه لاسلیک شوه. د تېر حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د دوحې خبرې اترې په افغانستان کې د نظام د ړنګېدو د بهیر پیلامه بولي او په دې بهیر کې د ښاغلي خلیلزاد پر رول یې په وار وار انتقادونه کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *