افغانستان 17 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان او پاکستان پوله د اعتراض کوونکو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله تړل شوې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کندهار کې دولتي سرچینې وايي چی د چمن – سپین بولدک پر لویه لار د اعتراض کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې څلور لاریون کوونکي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. نن شنبه د ثور په ۱۵مه، خبري سرچینو د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د نښتې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی. د دولتي سرچینو د لومړنیو راپورونو له مخې په دې جګړه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له څو مياشتو راهيسې د چمن سيمې سلګونو اوسېدونکو د پاکستان له لوري د پاسپورټ او ويزې پرته پر تګ راتګ بنديز لګولو په اعتراض کې دغه لاره تړلې ده. د دې نښتې نور جزیات نه دي خپاره شوي او پاکستاني او طالب چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *