د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. دغه غونډه پرون په ګامبیا کې پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام وکړي. تر دې مخکې د امیرخان متقي په ګډون طالب چارواکو د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو غوښتي وو چې د افغانستان واقعیتونه د خپلو هېوادونو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.