افغانستان 16 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د بدخشان د خلکو د اعتراضونو د څېړلو لپاره بدخشان ته د یوه پلاوي د لېږلو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د ثور ۱۶مه) په یوه پیغام کې په ایکس کې لیکلي چې د دې ډلې د پوځ د لوى درستيز مشر فصيح الدين فطرت د يوه پلاوي مشري د ملا حسن اخند د طالبانو لومړی وزیر له خوا وټاکل شو او د بدخشان په “ارګو” او “درایم” ولسوالیو کې د اعتراضونو د څېړلو لپاره دغه ولایت ته ځي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د طالبانو ځواکونو د دغې ډلې د مشر د حکم په اساس د بدخشان ولايت په ګډون په ټول افغانستان کې د ترياکو د کښتونو له منځه وړل پيل کړي دي او هيڅ سيمه ترې مستثنا نه ده. د طالبانو ویاند په بدخشان کې د دغې ډلې د ځواکونو او ځايي خلکو ترمنځ نښتې ته په اشارې سره لیکلي دي: “له بده مرغه، د امنیتي ځواکونو یو شمیر سرغړونکي چې د کوکنارو په وړاندې په جګړه بوخت وو، یرغل کړی او د بدمرغه پیښو لامل شوی دی.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *