د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د یکشنبې په ورځ (د حمل ۲۶مه) وویل: ټرمپ نه غواړي چې امریکا په اوکراین کې له ماتې سره مخ شي ځکه چې په افغانستان کې ناکامه شوې ده. مک کال له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې دا خبره د اوکراین لپاره د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ملاتړ ته په اشارې سره وکړه. هغه زیاته کړه: “ټرمپ او د هغه متحدین نه غواړي چې موږ د افغانستان په څیر په اوکراین کې ناکام شو.” باید وویل شي، چې امریکا په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسیزو لپاره پوځي حضور لري.