افغانستان 14 حمل 1403 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د نامعلومو وسله والو له خوا یو پنجشیري ځوان په ډزو وژل شوی دی

په کابل کې عامه سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو په کابل ښار کې یو ۲۴ کلن ځوان په ډزو وژلی دی. سرچینه تاییدوي، چې دغه ځوان امیر حسین نومیږي او د پنجشیر ولایت اصلي اوسیدونکی و او د یکشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې د خیرخانې له درېیمې برخې څخه د «سرک دانش» په سیمه کې د وسله والو له لوري وژل شوی دی. د امير حسين خپلوان وايي، چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار په خيرخانې سيمه کې د دوى کور ته څېرمه په ډزو وژلى دى. دوی زیاتوي چې هغه په ​​سر او مخ دومره ویشتل شوی چې د پېژندلو وړ نه دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *