خبرونه 14 حمل 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

امنیت شورا په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه غونډه کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د هوايي برید د څېړلو لپاره فوق العاده غونډه کوي. په ملګروملتونو کښې د روسیې دایمی پلاوی په سوریې کښې د ایران په کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د حملې په اړه د دغه هیواد په غوښتنه د امنیت شورا د فوق العاده غونډې د جوړولو اعلان وکړ‌. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفارت په اعلامیه کې راغلي: روسیې په سوریه کې د ایران پر دیپلوماتیکو تاسیساتو د اسراییلو د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې؛ دا غونډه به نن (د اپرېل ۲مه) جوړه شي. د دوشنبې په ماښام د اسرائیلو جنګي الوتکو د دمشق په المزه کوڅه کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ په نښه کړه چې له امله یې ۸ تنه شهیدان شول.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *