افغانستان 10 حوت 1402 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

عبدالکبیر د پاکستان له دیني عالمانو سره په کتنه کې: د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته ګواښ نه وي

د طالبانو د رسنیز مرکز دفتر کابل ته د پاکستان د دیني عالمانو د دویم پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. دغه پاکستاني پلاوي د سه شنبې په ورځ «د حوت ۸مه» د طالبانو د صدراعظم له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل. تر اوسه کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل رحمان په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د TTP جنګیالیو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او په دغه هیواد کې بریدونه پلانوي او ترسره کوي. خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *