په ورته وخت کې په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو د دوهمې غونډې له جوړېدو سره په دوحه کې د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د دغه هېواد او جاپان د چارواکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د برېتانیا سفارت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه له جاپاني چارواکو سره د یوې ګډې غونډې د جوړولو اعلان وکړ. په خپرو شویو انځورونو کې رابرټ ډیکسن؛ په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر هم ګډون کړی و. دا غونډه د دوحې د غونډې په څير د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.