اریانا له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنه شوې ده. د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم دغه وزارت له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته د اريانا شرکت الوتکو د الوتنو د پيل اعلان کړى و. د طالبانو د ترانسپورت وزارت اعلان وکړ چې دغه الوتنې به په اونۍ کې دوه ځلې (جمعه او دوشنبه) د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو العین ته ترسره شي.