افغانستان 07 دلو 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

حنفي د قرغزستان د سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې: سوداګرو او بهرنیو پانګوالو ته د اړتیا وړ اسانتیاوې شته

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر امان ګلدیف دانیار سره وکتل او ویې ویل: طالبانو سوداګرو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر دانیار له قوله په یوه بیانیه کې ویل شوي چی د طالبانو له جوړېدو او په افغانستان کې د امنیت او سولې له تامینولو وروسته اوس د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې د ګډو همکاریو لپاره ښه فرصتونه شته. او دغه هېواد چمتو دی چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. مولوي حنفي دغه راز وويل، چې افغانستان او قرغزستان ټينګې اړيکې لري او د کلتوري او تاريخي اړيکو له امله به دغه اړيکې نورې هم ټينګې او پراخې شي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *