افغانستان 02 دلو 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: تر ۱۴۳ زره جریبه زیاته دولتي ځمکې مو بېرته افغان حکومت ته سپارلې دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له خوا د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دغه کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۴۳ زره جریبه غصب شوې ځمکې پېژندلې او بېرته راګرځولې دي. دغه کمیسیون یو کال وړاندې د کرنې، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو، بهرنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت او د طالبانو د سترې محکمې د استازو په شتون کې جوړ شو. دغه کمېسیون نن یکشنبه د دلو په لومړۍ نېټه وویل چې د هېواد په ۷ ولایتونو کې یې ۱۴۳ زره ۴۲۷ جریبه دولتي ځمکه له څېړنو او تایید وروسته اړوندو ادارو ته سپارلې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *