افغانستان 30 جدی 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د کرزي او عبدالله له خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د ګډ دفتر جوړول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دوو افغان سیاسي مشرانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله په کابل کې له افغان سیاستوالو او طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ګډ دفتر جوړ کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه دفتر د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې د پخواني رئیس فضل‌هادي مسلمیار د ټیم له خوا په ګډه جوړ شوی دی. دوی د سیمې ځینو هېوادونو ته استازي لېږلي دي. د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته دغه درې کسان په کابل کې پاتې شول او له طالبانو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړې او اوس هڅه کوي چې د طالبانو مخالفین بیرته له اوسني حکومت سره یوځای کیدو ته وهڅوي. په تېرو دوو کلونو کې دغه درې کسان پرله پسې او منظمې ناستې لرلې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *