د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې د پرېکړې له مخې دغه هېواد له ایران سره په بشپړه توګه ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې او ډېر ژر به د ایران او پاکستان سفیران د یو بل پلازمینې ته ولېږل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان ترمنځ خبرې اترې شوې دي. دواړو لورو موافقه وکړه چې تاوتریخوالی کم کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه تمرکز وکړي. په دې خبرو کې خپلو کاري ځایونو ته د دواړو هېوادونو د سفیرانو د راستنېدو په اړه هم خبرې وشوې.