د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د روغتیا د نړیوال امنیت د غونډې په څنډه کې وویل چې دغه ډله د روغتیایی علومو د زده کړې په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لری. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر عباد زیاته کړه چې ایران ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې یې له ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د پرمختګ شاهد وو. د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس ایرنا د راپور له مخې، د طالبانو د روغتیا وزیر د شنبه په ورځ د روغتیا په برخه کې له ایران سره د اړیکو د پراخولو غوښتونکی شو.