خبرونه 19 جدی 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: په افغانستان کې پر شیعه ګانو بریدونه د مذهبي اختلافاتو د رامنځته کولو هڅه ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د کابل په دشت برچي کې وروستي برید ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دا برید په افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو د رامنځته کولو هڅه ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، د افغانستان دښمنان غواړي په دغه هېواد کې پر شیعه وروڼو په بریدونو سره د دین په نوم د افغانستان د خلکو تر منځ تفرقه واچوي. هغه د طالبانو د وياندويانو د ظرفيت د لوړولو په موخه په سيمينار کې زياته کړه چې خبرې بايد د افغانستان له ملي ګټو او لوړو مسايلو سره په ټکر کې نه وي او خبرې او ليکل بايد د دين او هېواد د دښمنانو په مقابل کې وکارول شي. د شنبې په ورځ د جدی په ۱۶مه د کابل د دشت برچي په سیمه کې چاودنې یو بس په نښه کړ چې ګڼ شمېر ملکي وګړي پکې سپاره وو. په دغه برید کې لږ تر لږه ۵ تنه شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *