افغانستان 18 جدی 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: موږ په سیمه کې امنیت او ثبات غواړو / پاکستان باید د منفي تبلیغاتو پر ځای حقایقو ته پام وکړي

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل رحمان څخه غوښتي دي چې اسلام اباد ته طالبانو ته “واضح پیغام” انتقال کړي چې دا ډله په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي. فضل الرحمن د يکشنبې په ورځ د جدي په ١٧مه، د طالبانو د لومړي وزير د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير او د دې ډلې د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي په ګډون له يو شمېر طالب چارواکو سره په کتنه کې زياته کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دغه ډله له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *